ویب ډیسک
د سند ایالت د روغتیا وزارت ویاند علي نواز ویلي، “دوی غواړي په دغه ایالت کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ماشومانو لپاره د ښځو د شیدو یو بانک جوړ کړي، چې ښځې به پکې په رضاکارانه توګه د خپلې سینې شیده جمع کوي.”
د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو یې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې، “په اسلام کې رضاعیت جدي مسله ده، کومو ماشومانو ته چې په روغتون کې د ښځو شیده ورکول کیږي، هیڅ معلومات یې نه کیږي چې د کومې مېرمنې دي.”
د ښځو د شیدو بانک په لومړي ځل په ۱۹۰۹ م کال د اسټریا ېه ویانا ښار کې پرانیستل شو، چې موخه یې د هغو ماشومانو لپاره د خوړو برابرول وو چې بې سرپرسته وي، یا په خوارځواکۍ اخته وي او یا یې هم د میندو په سینو کې شیده نه وي.


