ويب ډيسک
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي اکرم منير وايي، هيله لري چې نور يو نيم ميليون ثبت شوي افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه شي.
ښاغلي منير چې د ملګرو ملتونو په اقتصادي او ټولنيزه شورا ( اې سي او اېس او سي) ته يې وينا کوله زياته کړې چې يو ميليون افغان کډوال په ټوله کې ثبت نه دي او زرګونه نور کډوال په پاکستان کې د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسيون او د بشري حقونو او کډوالو دفاع نړیوالو سازمانونو مخکې د مهاجرینو د “جبري شړلو پلان” باندې نیوکه کړې.
دغو سازمانونو ویلي دي چې پاکستان په دې چلند سره د کډوالو له حقونو «سرغړونې»کوي او باید دا بهیر سمدستي ودروي.


