ويب ډيسک
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ؛ په تهران کې د “افغانستان لپاره د سیمهییز تماس ډلې” راتلونکې غونډه ارزښتناکه بللې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان لپاره د دوی د ځانګړي استازي په مشرۍ به یو هیئت دې غونډې کې ګډون وکړي.
اغلې بلوچ همدا راز وايي چې ورته غونډې کولئ شي؛ څو د افغانستان واکمنان قانع کړي؛ څو خاوره یې د ترهګرۍ له اړخه د نورو خلاف ونه کارول شي او په ورته وخت کې ګاونډي هېوادونه د اقتصادي هوساینې او پرمختګ لپاره د افغانستان له هڅو څخه په کلکه ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د “سیمهییز تماس ډلې” غونډه سبا د جون پر ۸مه د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شي چې د پاکستان په شمول به چین، ایران او روسیې ځانګړي استازي د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.


