دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنوی ډیلي د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او وايي دا ...

نوی ډیلي د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او وايي دا د افغانانو په وړاندې د دې هېواد «تلپاتې» پالیسي ده.

ويب ډيسک

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال وايي، نوی ډیلي د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او دا د افغانانو په وړاندې د دې هېواد «تلپاتې» پالیسي ده.

نوموړي د چابهار بندر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې هند له دغه بندر څخه د افغانستان خلکو او د منځنۍ اسيا په وچه کې پرتو هېوادونو ته د بشري مرستو رسولو په موخه کار اخلي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پرون (پنجشنبه، د غبرګولي لسمه) خبریالانو ته وویل: «دا زموږ هميشنۍ پالیسي ده چې د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه د بشري مرستو، خوراکي توکو، درملو او نورو له لارې مرسته وکړو، موږ چابهار د دې ځانګړي هدف لپاره کاروو.»

راندیر جیسوال وايي، د چابهار بندر په سیمه کې د پيوستون د رامنځته کولو او د بشري مرستو د رسولو لپاره یوه مهمه پروژه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې هند او ایران د چابهار بندر د استفادې، مدیریت او پراختیا لس کلن تړون لاسلیک کړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه