دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا له اسلام‌اباد سره په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د...

امریکا له اسلام‌اباد سره په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هوکړې ته رسېدلې ده.

ويب ډيسک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ویدانت پټېل ​​وايي چې امریکا له اسلام‌اباد سره په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هوکړې ته رسېدلې ده.

پټېل سې‌شنبه د مې پر ۱۴مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې امریکا له پاکستان سره تخنیکي مرستې کوي.

هغه په ​​سیمه کې د ترهګرو ډلو خوځښتونه د اندېښنې وړ بللي او زیاته کړې یې ده:«امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په تړاو، له لوېدیځ پاکستان سره د تخنیکي مرستو او نورو مسئلو په برخه کې له دغه هېواد سره هوکړه کړې ده.»

د هغه په ​​خبره، امريکا او پاکستان په سيمه کې د زياتېدونکو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د خپلو وړتياوو د زياتولو قوي هوډ لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز څه موده وړاندې یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال په ټول هېواد کې په «ترهګریزو» بریدونو کې شاوخوا زر پوځیان او ملکيان وژل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، ۲۰۲۳ په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان د پولیسو او پوځ لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، ټي‌ټي‌پي او د دغه هېواد د حکومت نورې مخالفې ډلې په افغانستان کې دننه له خپلو پټن‌ځایونو بریدونه پلان او تنظیموي.

ورته مهال، افغان طالبانو تل دا ادعا رد کړې او پاکستاني چارواکي یې د خپل هېواد د امنیت په ټینګښت کې په پاتې راتلو تورن کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه