ويب ډيسک
ملګرو ملتونو افغانستان ته د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیال ژان پیر لاکروا د سفر خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په یوې خبري ناسته کې ویلي، ټاکل شوې ده چې لاکروا چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه کابل ته دننه شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال به د دې دوه ورځني سفر پرمهال د جګړې د ناچاودو توکو د ګواښونو په هکله د پوهاوي پر لوړوالي تمرکز وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و چې افغانستان د ماینونو او چاودېدونکو توکو له پلوه ترټولو ککړ هېواد دی.
د وروستیو راپورونو پر بنسټ د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلومټره مربع خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو پوښلې ده.


