یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه: که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې بشري...

ملګري ملتونه: که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې بشري مرستو ته اړتیا لري

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام دا څرګندونې سې‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په خپله اېکس‌پاڼه کې ليکلي دي.

د نوموړي بنسټ په خبره، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه دی او د دغه هېواد یو پر درېیمه برخه خلک له لوږې سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو لپاره د یو شمېر مرستو د کمېدو اټکل شته دی.

اوچا په یو بیان کې ویلي چې د اپریل او جون ترمنځ د سرپناه، درملو، خوراکي توکو، تغذيې، ساتنې او پوهنې ځینې حیاتي سرچینې د پرې کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان له افغانستان سره د یو شمېر بشري مرستو د پرې کېدو لامل د بودیجې نشتوالی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه