یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي، طالبانو له عدالتي کارروايي پرته له ۱۰۰ زیات کسان...

ملګري ملتونه وايي، طالبانو له عدالتي کارروايي پرته له ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.

ويب ډیسک

ملګري ملتونه وايي، دوی باوري تورونه ترلاسه کړي چې له مخه يې طالبانو له عدالتي کارروايي پرته له ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د سازمان په خبره دغو وژنو کې هغه وسله وال ککړ دي چې هلکان د جګړو لپاره بهرتي کوي او د ښځو حقونه له منځه وړي.

د دېسېمبر پر ۱۴مه په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته په خپله وينا کې د یاد سازمان د بشري حقونو په چارو کې مرستیالې مشرې نادا الناشيف وويل چې د طالبانو لخوا د عامې معافۍ باوجود د دا ډول وژنو خبرونو اندېښمنه کړې ده.

ناشیف وويل چې د اګست او نومبر تر منځه دوی له ۱۰۰ زیاتو هغو کسانو د وژنې باوري تورونه ترلاسه کړي چې د پخواني افغان ملي پوځ او یا له حکومت سره یې کار کولو.

د دې په خبره په دغو کې لږ تر لږه ۷۲ کسان طالب وسله والو وژلي دي.

ناشيف زیاتوي چې په ځينو پېښو کې د وژل شوو کسانو مړي نندارې ته وړاندې کړل شوي چې په عام ولس کې ویره خوره کړي.

خو د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت له بشري حقونو د سرغړونو دا تورونه رد کړي او وايي چې د دې راپورونو هېڅ ثبوتونه نه شته.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه