دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه ۳زره او ۷۶۵...

تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه ۳زره او ۷۶۵ افغان کډوال اخراج او هېواد ته ستانه شوي دي.

ويب ډیسک

د افغان کډوالو د اخراج په دوام تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه ۳زره او ۷۶۵ افغان کډوال اخراج او هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، له ایران نه د پنجشنبې (د غويي ۷مه) ۲زره او ۵۲۲ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبراً د اسلام‌قلعې له لارې هرات ته اوښتي دي.

په ورته وخت کې، له پاکستان نه بيا د پنجشنبې او جمعې په ورځو (د غويي ۶مه او ۷مه) يو زرو ۲۴۳ تنه افغان کډوال په جبري توګه د تورخم او سپين بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو په بيا واکمنېدو او د بشري وضعيت په خرابېدو سره زرګونه تنو افغانستان پرېښود او د پاکستان او ایران په شمول نورو هېوادونو ته کډوال شول.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه