یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيامريکا:د افغان ښځو لپاره مساوي حقونه، هغه څه دي چې موږ به...

امريکا:د افغان ښځو لپاره مساوي حقونه، هغه څه دي چې موږ به یې په اړه کار ته دوام ورکړو.

ويب ډيسک

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ښځو او نجونو لپاره مساوي حقونه لا هم د افغانستان د سياست په اړه د امريکا متحده ایالتونو يو کليدي اصل دی.

د دغه وزارت مرستيال وياند وډانټ پټېل تېره ورځ خبريالانو ته ويلي، که د افغانستان نيمايي نفوس (ښځې) ټولنه کې له ګډون او اقتصاد نه لرې پاتې شي، نو اټکل دی، چې طالبانو ته به مشروعيت ناممکن وي.

هغه زياته کړې، موږ په منظم ډول له بېلابېلو لارو طالبانو ته دا تکرار کړې، چې دې اصل ته پاملرنه وکړي او دا د افغانستان د پالیسۍ په اړه زموږ د تګلارې یو مهمه برخه ده.

د پټېل په وينا، د افغان ښځو لپاره مساوي حقونه، هغه څه دي چې موږ به یې په اړه کار ته دوام ورکړو.

نوموړې داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې لا هم د طالبانو له لوري افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدوديتونو لړۍ دوام لري او ورځ تر بلې د ټولنې پر دې قشر د محدوديتونو دا کړۍ راتنګېږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه