ويب ډیسک
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري خپله کوچنۍ لور اصفه بوټو زرداري د ياد هېواد د لومړۍ مېرمنې په توګه ټاکلې ده.
د پاکستان لومړۍ مېرمن د هغه هېواد د ولسمشر مېرمن وي، خو د اصف علي زرداري مېرمن، بېنظير بوټو په ۲۰۰۷ کال کې د يوه وسله وال برید پرمهال وژل شوې.
له هغه راهسې زرداري بل واده نه دی کړی او د نوموړي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم دغه څوکۍ تشه وه. زرداري له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ د پاکستان ولسمشر و.
د پاکستان پيپلز پارټۍ (پيپيپي) يوه چارواکي فيصل کريم کنډي د دوشنبې پر ورځ تاييد کړه چې د نوي ټاکل شوي ولسمشر اصف علي زرداري لور اصفه بوټو به د دغه هېواد د لومړۍ مېرمنې په توگه وټاکل شي.
کنډي جیو نیوز ته ويلي: «اصفه بوټو به د لومړۍ مېرمنې په توګه وټاکل شي او په دې اړه به رسمي اعلان هم وشي.»
هغه وویل چې ولسمشر د بوټو کورنۍ د لومړۍ مېرمنې په توګه د پیژندلو په اړه د ګوند له مشرانو سره هم مشورې کړې دي.
زرداري یکشنبه مارچ لسمه د پاکستان د 14م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.


