یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد سائنس له اړخه د روژې اهميت

د سائنس له اړخه د روژې اهميت

✍️داکتر نګین کرګر

د تکنالوجی او تمدن د پرمختګ سره زمونږ د انسانانو د ژوند اړتیاوی هم ورځ په ورځ ډیریږې، چې ددی سره ډیری مرضونه هم مل دي. دا د متمدنه ژوند ناروغۍ ژمونږ په ژوند او روغتیا ډیره اغیزه لری لکه شکر د وینی غوړ لوړ فشار ، چاغی ، ارتراتیس او سرطان. ددغه مرضونو په زیاتیدو سره د رنګارنګ درملو استفاده هم زیاتیږې چې هر یو د جانبی عوارضو سره مل دي.

سربیره پر جانبی عوارضو انسانان بیا هم د بیا رغیدو په خاطر کیمیاوی او بیالوژیکی دوا استعمالوي، دغه جانبی عوارض د نورو بیلابیلو مرضونو سبب ګرځې. لکه د انتیبیوتیکو ډیر استعمال نه یواځی پر مکروب تاثیر نکوی بلکه د ځیګر ، معدی او صفرا کیسې په وظایفو هم اثر کوی، ناروغ د یو مرض د تداوۍ لپاره په بل مرض اخته کیږې. ساینس پوهان په دی فکر شو چې داسی یوه تداوی پیدا کړی چې په هغه کې دانسان د وجود ددفاعی سیستم یو میکانیزم مطالعه کړی.
یو ددی میکانیزم څخه چې ساینس پوهانو مطالعه کړ د نهاره اوسیدو یا د طبی روژی میتود دی، چې اکثراً مذهبونه دا د عقیدی په اساس پر مخ بیایی او د اسلام په دین کې هم یو د فرایضو څخه روژه ده.
په روسیه، المان او امریکا کې داکتران او ساینس پوهان په ورستیو پنځوس کلونو کې په دی څیړنو اخته دی چې د روژی یا د ډوډۍ نه خوړلو اثرات د انسان په فزیولوژی کې مطالعه کړی. ساینس پوهانو، بیالوجستانو او داکترانو د شکر، د وینی غوړ او ارتراتیس ناروغان د ډوډۍ نه منع کړل او ددوي د شکر، هورمون، وینی ، ادرار په معایناتو یي پیل وکړ، په دا معایناتو کې د کالوری د کمیدو او د وجود د انرژی اخیستلو میکانیزم مطالعه شو چې څه تغیر پکې راځې؟

د روژی په مهال میتابولیزم څرنګه بدلون موندی؟
او روژه نیول د کومو مرضونو په وړاندی مرسته کولاي شې؟

ددغه ازمایښتونو پایلې ډیرې په زړه پوری وی مخصوصن د اوسنۍ پیړۍ مرض یعنی سرطان په وړاندی، چې ددی مرض په تداوی کې دا یوه نوی ازموینه ګڼل کیږې او د مرض د تداوۍ لپاره ډیر نوی افکار رامنځ ته کوي.

د روسی په سایبریا کې دغه تداوی تقریباً د پنځلسو کلونو څخه را په دیخوا رواج دی ، هلته په کلینیک کې ناروغان د دولت په لګښت بستر کیږې او د وینی ، هارمون او نور معاینات یی پس له منظمو ساعتونو نه خوراک نه ترسره کیږې.

ددی کلینیک پیل هغه وخت وشو چې په نورو هیوادونو کې دداسی تداوۍ په هکله چا فکر هم نه کوه. دغه کلینیک د چې د ګوریاچینسک په منطقه کې دی په ۱۸۱۰ کال کې د یو روسی نظامی داکتر لخوا کیښودل شوچیرته چې د ګرمو اوبو چینه وه او د ناروغانو لپاره کاریدل.

په دا کلینیک کې د تداوۍ لمړۍ مرحله کې د ناروغ په روحی حالت باندی تمرکز کیږې، د شکر، او ارتراتیس هر یو لپاره بیلابیل د تداوۍ پروګرام موجود دی مثلن ناروغ د دولسو ورځو لپاره روژه نیسی او یواځې اوبه سکې او که مرض یی دوامداره وی د ډوډۍ نه خوراک حتی دری اونۍ هم دوام کوی.

ناروغ د ورځی دوه یا دری ساعته قدم وهی او فزیکې فعالیت کوی، پس له دری ورځو څخه یی د کلینیک لخوا د درملو اندازه کمیږې. په دی وخت کې د ناروغ روحی حالت ته ډیره پاملرنه کیږې او د داکتر د څارنې لاندی وی، د ناروغ په وینه کې غوړ، شکر، هورمون ، ویتامین ، منرال، پروتین او وغیره معاینات کیږې. د ډوډۍ د نه خوړلو له کبله د ویتامین ای او ډی او یا د ځینو منرالو کمښت پس له دی معاینو څخه لیدل کیږې، خو د تشویش وړ نه وی.

د دغه کلینیک د بنسټ څخه تر نن پوری تقریباً لس زره کسان چې شکر، ارتراتیس ، لوړ فشار درلوده برخه اخیستی ده.

د ډوډۍ د نه خوړلو له کبله د ولږی احساس پس له دوه یا دری ورځو څخه کمیږې، یواځی ستونزه هماغه لمړی دری ورځې وی، چې سر درد او د بدن سستی منځ ته راوړی، پس له دری ورځو د انسان وجود ورسره عادی کیږې، دغه مرحلی ته انتوکیسکیشن یا مسمومیت مرحله ویل کیږې.

د مسمومیت په مرحله کې د وجود څخه زهری مواد بهر وځې، او د سردردی او کمزوری لامل کیږې.

کله چې د مسمومیت دوره پاې ته ورسیږې، بدن د ارامښت احساس کوی چې ددی ډول تداوۍ یوه مهمه برخه ګڼل کیږې، او ددی کچه د ادرارو او وینی په معاینه کې معلومیږې. مثلن په ادارو کې د القلی کچه لوړیږې. د مسمومیت په مرحله کې ناروغ سربیره د سردرد سره د مفاصلو د درد څخه هم شکایت کوی، کوم چې څو ورځې وروسته کمیږې، د انتوکسیکیشن د مرحلی څخه وروسته د انسان بدن، په بدن کې د ذخیره شوی موادو څخه استفاده کوې.

د انسان او حیوان د ژوندی پاتې کیدو لپاره د انرژی پرته د ډوډۍ څخه د کومه کیږې؟

د انسان او حیوان بدن پرته له ډوډۍ څخه دری ډوله کیمیاوی مواد ذخیره لری، ګلوکوز یا قند، پروتین او شحم. لمړۍ د انرژی منبع ګلکوز یا قند دی، چې د عضلاتو او بدن په تیره بیا د دماغی فعالیت د فعال ساتلو لپاره ډیره مهمه ماده ده، خو د بدن د قند ذخیره ډیره کمه ده او د یوی ورځ نه پس ختمیږې. پوښتنه ده چې د انسان یا حیوان بدن د قند د کمښت سره څه عکس العمل ښکاره کوې؟

کله چې د قند ذخیره د انسان یا حیوان په بدن کې ختمه شی وجود د پروتین څخه قند جوړوی کوم چې د ورځینی فعالیت لپاره ضروری دي، دغه ګلوکوز د عضلاتو د پروتین څخه به بدن کې جوړیږې او د انرژی د تعادل لپاره کارول کیږې.

همدارنګه د انسان او حیوان بدن د غوړ یا شحم څخه ګلوکوز جوړی چې ورته کیتون بادی وایی او په ځیګر کې جوړیږې. کله چې کیتون بادی یا کیتون چې یو کیمیاوی ماده ده جوړه شی د زړه بدوالی او سردردی کیمږې او بدن تعادل حالت ته راځی.

ددی درملنی پر محال بیلابیل تګلاری لکه سپورت، د طبیعت ننداره، د اعصابو ارامښت دی چې روژه اسانه کړی په مذهبی ټولنو کې دی سره دعا ، عبادت او زمونږ ټولنه کې د قران تلاوت د حوصلی او بردبارۍ د یو بل په وړاندی درناوۍ علت همدا روحی سکون وی کوم چې یو دینداره شخص ورسره خپل روحی سکون لټوی.

دا چې طبی روژه د روانی امراضو په تداوۍ کې هم اغیزمنه ثابته شوی ده ددی مقالی په بله برخه کې پری بحث کیږې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه