ویب ډیسک
په افغانستان کې د شوروي ځواکونو عمومي قومندان جنرال بورېس ګروموف، له افغانستان څخه د دغو ځواکونو د وتلو د ۳۵مې کلیزې په مناسبت له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې وايي؛ له پخواني قومندان احمد شاه مسعود سره مو ډېرې پیاوړې اړیکې درلودې او په وینا یې، نوموړی د خبرې سړی و چې ژمنه به یې درسره وکړه بیا به تر پایه درسره درېده.
دا پخوانی روسی جنرال زیاتوي، له افغانستان څخه له وتلو وړاندې مې یو ځل له مسعود سره په پنجشېر کې لیدلي وو، نورې اړیکې مو د لیک له لارې وې او دا چې نور څوک ونه توانیږي چې د ده پر ځای خبرې وکړي؛ نو له ده سره به مو شفر کاروه.
نوموړی وايي مسعود پر ژمنې او خبرې ولاړ سړی و او د وفادارۍ یو دلیل یې دا و، چې زموږ د ځواکونه د وتلو پر مهال یې د سالنګ په اوږدو کې د ده عسکرو د لارې امنیت نیولی وو او ان څو ځلې مو سره اوربند هم کړی و.


