یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوشحال کاکړ ، محمود خان اڅکزي ته راشه د درغلیو پر ضد...

خوشحال کاکړ ، محمود خان اڅکزي ته راشه د درغلیو پر ضد یو ځای غورځنګ پیل کړو

راپور : عبدالکریم 

پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ د کوټې مطبوعاتو دوتر کې یوې خبري ناسته کې وویل چې زمونږ سره درغلۍ شوې زمونږ سرکاري رايې پټې کړل شوې دې دا علت ده چې زمونږ يي بریالي اعلان نه کړو او مخالف کاندید د چا چې له ما نه رايي کمه دي .

خوشال خان کاکړ زیاته کړه او د پاکستان واکدارانو ته يي په ډاکه وویل چې
زمونږ د‌ ژوند مقصد دا د چې مونږ ستاسو په مرمیو ووژل شو .

مونږ مه ویرووي مونږ نه ویرږو
په هېواد کې که کوم ځای کې رڼې ټاکنې شوې هلته تحريک انصاف ټاکنې ګټلي دي .

شاغلي کاکړ زیاته کړه تحریک انصاف سره هر څه ناروا کړنې وشوې له هغو نه ټاکنیزه نخښه واخيستل شوه او درغلیوو ته لاره اواره کړه .

خوشال کاکړ وويل : کله هم چې دلته لوی ګوندونو پاکستان مسلم ليګ ن ، پیپلز ګوند او داسې نورو ته چې کله زیان رسیږی نو هغه د جمهوريت خبرې پیل کړي کله چې اقتدار ته ورسیږي نو هر څه شاته وغورځوي .

ښاغلي کاکړ زیاته کړه په دې هیواد کې د نوی اساسي قانون جوړولو ته اړتیا ده او هغه په سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې راشي نوی اساسي فانون جوړ کړو .

خوشال په خپلو خبرو کې وويل چې قام پاله ګوندونه سره ناروا وشوه هغه که د پښتنو دي که بلوڅ قام پاله ګوندونه دي ‌

په دې هیواد کې مونږ برابر غواړو که چرته دا ونه شي نو مونږ د هر چا ضد ځو که تاسو بیا وايي چې مونږ غداره یو نو مونږ غداره یو.

هغه زیاته کړه مونږ نړيوالو ادارو ته ځو هغو ته د درغلیو ثبتونو ورښکاره کوو. مونږ ټول قام پاله ګوندونه ته وايو چې راسي مونږ سره په احتجاج کې ګډون وکړي
سبا مونږ ټولې لوې لارې په بشپړه تړو تر څو پورې زمونږ غوښتنې ونه منل شي. او مونږ به یو تر بله دا احتجاج سختو
.
خوشال وویل چې زه ګوندونه ته وایم راشي داسې تحریک روان کړو چې په بشپړه توګه په هېواد کې د اسټیبلشمنټ لاسوهنې مخنيوي وشي.

خوشال زیاته کړه چې څومره مونږ زوروي مونږ به راوځو مونږ په شا نه ځو .

خوشال په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د فروري په اتمه نیټه ټاکنې نه دي سوې بلکې نهه لس مه نيټه ټاکنې وشوې .

خوشال خان محسن داوړ برید وغانده او ووې ویل چې په محسن داوړ باندې ډزې د حکومت له لورې وشوې هغه سولیز احتجاج کاو زه نه پوهیږم چې دلته له پښتنو سره څه روان دي .

خوشال کاکړ د ژورنالسټ پوښتنې ته ځواب کې وویل کې مونږ او محمود خان اڅکزی که د قام لپاره یو کیدي شو نو مونږ چا سره ضد نه ده مونږ د بيانيې د اختلاف لکبه خپلې لارې بیل کړې.

خوشال خان وویل چې د درغلیو شاته د اسټیبلشمنټ لاس ده او دوي به د دې ضد سبا په ټول بلوچستان ایالت کې لوې لارې تړي او د غوښتنو د منلو له وخته به لارې تړلې وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه