لیکنه: ډاکټر لطيف یاد
يوه ورځ دهند پښتون واکمن شيرشاه سوري په خپل عام دربار کې ناست و.شاوخوا ترې پښتانه اميران او هندي راجاګان او درباريان راټول شوي ول او دخلکو عريضو او شکايتونو ته يې غوږ نيولى و او عامو خلکو په خپل نوبت او وار سره د واکمن حضور ته خپل عرايض وړاندې کول .
په دي وخت کې له درباره بهر د چيغو اوشورماشور غږ پورته شو.درباريان ټول حيران شول چې داڅه خبره ده؟ چې ګوري يوتن هندو چې جيون رام نوميده په منډو منډو ځان دعادل او نياومن واکمن دربارته رسوي ،خو ساتونکي يې نه پريږد ي .شيرشاه ساتونکو ته امر وکړ او ورته په غوسه شو چې زما دربار خو دټولو خلکو پر مخ پرانيستى دى نو تاسو ولې هغه منعه کوئ؟پری یې ږدئ چې راشي .
کله چې جیون رام عام دربار ته راورسيد په لوړ غږ سره يې سوري شيرشاه ته وويل: چې اى ستر او نياومن واکمنه!ستا دعدل او انصاف نه خو ټول هندوستان خبر دى ، نو ځکه زه هم ستا نه دعدل او انصاف غو ښتنه کوم .درباريانو غو ښتل چې هغه له خبرو منعه کړي،خو شيرشاه ورته وويل چې زما په عام دربار کې هر چا ته دا اجازه شته چې خپله ستونزه پرته له ويرې ما ته بيان کړي. په دې وخت کې سوري شيرشاه جيون رام ته مخ واړاوه او ورته يې وويل: ووايه څه غواړې او پرتاکوم ډول ظلم او ستم شوى دى؟
جيون رام شيرشاه ته وويل:دهغه چا له لاسه تاته په شکايت راغلى يم چې ستا زوى شهزاده جلال خان دى اوښايې دهغه لپاره به زما سره دانصاف وړ چلند هم ونه شي . شيرشاه ورته وويل مه ډاريږه اوکيسه بيا ن کړه!.زما دې پر خپل لوى خداى سوګند وي چې دعدل اوانصاف لپاره به هيڅکله هم دخپل او پردي تر منځ توپير او فرق ونه کړم او که زه ژوندى وم نو خامخا به تاته عدل او انصاف دررسيږي.جيون رام شيرشاه سوري ته مخ ورواړاوه اورته يې وويل:
سترټولواک او واکمنه!کيسه داسې ده چې زما پاک لمنې ميرمنې زما دکور په انگړ کې چې ديوالونه يې دومره لوړ نه دي بربنډه اولوڅه وه او سر او ځان يې وينځه څو مندير(دهندوانو لمانځنتون يا دعبادت ځاى) ته لاړه شي.په دغه وخت کې ستا زوى شهزاده جلا ل خان پر هاتي(پيل) باندې سپور و او زماد ميرمنې خواته يې کتل اود هغې خواته يې خپلې ستر ګې ور خښې کړې وې چې لوڅه او بربنډه وه او تر اوسه پورې په ټول عمر کې دنا محرمه سړي ستر ګې پرې نه وې لګيدلې او هم يې دونې له پا ڼو نه يوه پاڼه وشکوله او دهغې خواته يې ور ګوزاره کړه او په دې توګه زما عزت تر پښو لاندې شو او دادى اوس ستا حضورته راغلم چې انصاف راسره وکړې!
درباريانو شير شاه ته وويل چې دا څومره ګستاخ او بې ادبه انسان دى چې دواکمن په مخ کې داسې خبرې کوي ،خوشيرشاه درباريا نو ته وويل چې که دى ماته نه واى راغلاى نو چا ته به ورغلى واى؟
شيرشاه ورته وويل په خداى سوګند دى چې زه به تا سره عدل او انصاف کوم.
وروسته بيا شيرشاه جيون رام ته وويل چې په پلانکي ورځ به دخپل زوی (دجلا ل خان ميرمن) هما غه ستا انګړ ته بيايم ته به هماغسې چلند کوې چې شهزاده جلال خان ستا د مير منې په وړاندې کړى و.هغه نيټه راورسيدله او جيون رام پر پيل (هاتي )باندې سور شو او ټولو خلکو ددې حالت ننداره کوله خو مخکې تر دې چې جيون رام دخپل کور انگړ ته ورسيږي د هاتي(پيل) نه راکوزشو .دشيرشاه لاسونه يې ښکل کړل او ورته يې وويل چې ستا عدل او انصاف ماته راورسيده اوته په رښتيا سره هم چې عادل يې!


