مقاله«رفيع الله پښتون »
زموږ ځوان نسل په دې جديد دور کښې هم د خپل اصل نسل او حسب ونسب په باره کښې تذبذب او کنفيوژن کښې ساتل شوي دي. د قامونو د اصل نسل ستونزه ډېره پېچيده وي که چېرې ساينسي او عقلي مجلسونه نه وي نو په دې جديد جريان کښې قامونو پر عام او افسانوي مجلسونو له سره باور نه کوي.
په پاکستان کښې ډېر ځوانان دي چې د بېروزګاري له سوبه د پاکستان تر ټولو لويه ازموينه(امتحان) چې پر ايالتي او د پاکستان پر سر کېږي, دې مقابلې ته ځان تياروي! د بدقسمتۍ او بد مرغۍ خبره دا ده چې تقريبا دولس پېپران (پرچې) ږدي د ټولو دپاره ښه کلکه تياري کوي خو چې کله د خپلې ژبې خبره راشي بيا دوی اکثر ګونګ پاتې شي،ډېرو پښتو اېښي وي خو املا يې نه وي زده ډېرو بيا املا زده وي خو د پښتنو کلاسيکل شاعران نه پېږني ځينې تر دې حده خراب وي چې له خپله اصل نسل څخه هم بېګانه وي! په دې هکله زما ډېر نزدې ملګري په دې لګيا دي،تنقيدی پوښتنې کوي هر يوه ته ځواب ګران وو ما ويل چې په دې هکله يو داسې کار وشي چې څوک په دې هکله پوښتنه کوي هغه ته به يې لېږو.که څه د پښتنو اديبانو ډېر په زړه پوري کار کړي دي. يو خو به په دې هکله عقلي مجلس هم مخته راشي بل به ملګري هم لږ څه علم تر لاسه کړي او په دې هکله نور هم تنقيدي او تخليقي رنګونو مخ په وړاندې راوړي.باوجود د دې چې پر دې ډېر کار شوی دی خو زما هڅه به په سمندر د يو قطرې رول ولوبوي
پښتني ليکوالانو اکثر د پښنو د اصل نسل په هکله د ارين په خبره متفق دي،اوس هم ډېر زيات اختلافي نظرونه هم شتون لري. ډاکټر لطيف ياد ليکي “تاریخ پوهنې داثابته کړې ده چې پښتانه د اصل او نسب په لحاظ آريايان دي او ژبه یې هم دهندو اروپايي یا اریایي ده”
”
“کوم ملت چې له مطالعې، تاریخ، تخلیقیت او انتقادي سترګو(وړتيا) څخه کاڼه (بې برخې) وي، هغه ملتونه ډېر ژر د دسیسو او تبلیغاتو قرباني کېږي”.
ډېرو اديبان په دې متفق دي چې پښتانه آرين دي. خو لکه څنګه چې د پښتون قوم پر ضد ډول ډول سازشي تیورۍ پلي شوې دي، اوس یو ځل بیا دې قام ته د نړۍ په کچه د سازشي تیورۍ سره مخ دى”.
د پښتنو په هکله ډېر زيات کنفيوژن ځکه جوړ شو چې ډېر داسې افساني کيسې mythology مخته راوړي لکه د مغلو په دربار کښې ايرانيانو د پښتنو په هکله افسانوي سکالو رامينځ ته کړه هم دغه سکالو وه چې ټولې نړی ته يې د پښتنو د اصل نسل په هکله يو دروغجن نظر وکړو. لکه چې دا خبره ډېرو زياتو ليکوالوانو نقل کړې ده ” د ايران سفير د مغلو په دربار کې د پښتنو د سپکولو دپاره د ايران د يو افسانوي باچا ضحاک په حواله يوه کيسه کوله چې په مشرق کى د کوه قاف نه اخوا د ښاپيرو وطن دى چې پکې ډيرې ښايسته او ښکلې ښځې دي ضحاک خپل سالار نريمان له څه لښکر ورکړو چې لاړ شه او ښاپيرۍ راوله” مختصر دا چې دا شاپېرۍ د کوقاف په غره کښې د يو(Giant) ديبانو ځينې يوړه بيا نريمان صبا راخلاصه کړه کله چې ضحاک خبر شو ورته و يی ویل چې دا ښکلې شاپېرۍ بېرته د کوه قاف غره ته ورسوه او په غره کې يې بېرته پرېږه. نريمان هغسې وکړو هلته يې شاپېرۍ پرېږده چې له دې څخه د يو قام اولاد پيدا شو نو له هغه څخه دپښتنو نسل پيدا شو.
دغه افسانوي کيسې د مغلو په دربار کښې د پښتنو ډېر سپکاوی وکړو. پښتنو فيصله وکړه چې موږ له پکار دی چې داسې مقدس تاريخ راولو چې د اسلام او پغمبرانو اوالاد ځان وګڼو او ددې دپاره هلې ځلې پېل شوې او نعمت په نوم سړی يې کابل ته ولېږي مخزن افغاني کښې خبره راوړه چې پښتانه دقيس عبدالرشيد اولاد دی چې هسي ساينسي او عقلي دلائل پکښې شتون نه درلودو. يو ساده باده انسان چې په هيڅ نه پوهېدی بس يواځې د ايراني افسانوي سکالو Reject کول دپاره يې دغه خبره راوړه چې ټول پښتانه اديبان پر متفق نه دي او داسي ليکي.
“، خان جهان لودهي او يو شمېر نورو پښتنو د ملا حبیب الله نورزي زوی ملا نعمت الله هروي نومي کس چي بالکل ساده له تاريخ څخه ناخبره سړی و دې وګمارو چي يوه د اعلی نسل شجره سازه کړه، هغه خوار هم دغسې وکړل، او په خپل افسانوي داستان کې يې مغلو او ايرانيانو ته وويل چې پښتانه نسلاً ډېر د لوړ نسل خلګ او خاص د حضرت اسرائيل عليه السلام اولادونه (بني اسرائيل) دي، د وخت د ضرورت مطابق د هغو داسې پرېکړه. چې ځان ډېر د اسلام سره تړي خلک ثابت کړي او د ايرانانو افسانوي کيسه يې غلط ثابت کولو کوشش وکړو خو تاريخ او د پښتنو نسل او نسب يې نور هم سره ګډ وډ کړو په اصل کښې murder of history هم دغه ته ويل کېږي.معصوم هوتک ليکي چې “په اول ځل دا کار نواب خان جهان لودي په سفارش ۱۰۲۰ کښې وکړو.
سحر ګل ګټوزی په خپل کتاب پوهنه کښې ۳۴۹ ص باندې په دې هکله ليکي ” چې د بني اسرائيل نظرې منونکي دا نه د ثابته کړې چې ابراهيم عليه سلام چې د حضرت اسحاق عليه سلام پلار و يعقوب عليه سلام چې عبراني نوم يې بني اسراييل و د ده په دور کښې په مرکزي ايشا کښې خلک اوسېدل او که نه؟ خو تاريخ دا را نقل کوي او ثابتوي چې په دې دور کښې هم پښتانه د مختلفو قبیلو په شکل کښې شتون درلود.
معصوم هوتک په خپل کتاب کښې د مخزن افغاني څخه نقل کوي.”چې بني اسرائيلو د حضرت سليمان تر وفات وروستو د خدای نافرماني ته ملا وتړه خدای د بابل باچا “بخت نصر” پرمسلط کړو د دوی ځينې قبيلې غورو ته لاړې. حجاز ته چې کومې قبيلې لاړې د هغو مشر خالد بن وليد و چې د پښتنو نيکه بلل شوی دی د غور د اسرائيلو مشر قيص عبدالرشيد و”
د دې نظرې پلويان وايي چې خالد بن وليد چې تربورونو يې په غورو کښې اوسېدل، محمد ص دين اسلام ته راوبلل د غور پښتنو د د قيص عبدالرشيد په مشری کې جرګه مدنې منورې ته واستوله هلته دوی اسلام قبول کړي. وروستو قيص عبدالرشيد د مکې په غزا کښې برخه واخسته د خپلو جنګي کارنامو په مناسبت محمد ص د بطان نوم(لقب ) ورکړي. قيص عبدالرشيد د خپلو ملګرو سره غورو ته لاړو او هلته يې د دين تبليغ شروع کړو.
معصوم هوتک د يو شمېر ليکوالانو نومونه را وړي دي چې د پښتونو په هکله د دې نظريې پلويان دي. چې پکې Alxender Burnes ، ويليم جونز willim jonz ,چارلس ميسن ، جی ايچ روز ، او نور بې شمېره ليکوالانو دا نظريه منلې ده . په پښتنو ليکوالانو کښې ښاغلي خان روشن خان په خپل کتاب “پٹھانون کی اصلیت اور ان کی تاریخ ” ھم دغه سامي نظر سپورټ کړی دی. د دې مخالف نظرونه هم سته لکه مونسټورټ الفسټن ،جان ميکلم ،برنارډ ډورن د سامي نظرې څخه مختلف نظر لري.
د بني اسرائيلو د نسل او نسب افسانوي نظريې سره ډېر زيات اختلافات دي چې علمي او تاريخي بنيادونه لري او ډېرې زياتې نيوکې هم پرې شوي دي . ارواښاد دوست محمد کامل او استاد پوهاند عبدالشکور رشاد څېړنې دې ته رسيدلي دي چې د قيص عبدالرشيد په نامه يو صحابي نشته.چې په دې نامه صحابي نشته بيا دا څنګه کيدای شي چې دا افسانوي کيسې دی رښتيا وي؟
بيټ ،سړبن او غورغوشت زامن پاته شو چې دا دليل بېخي کافي نه دی. عبدالحي حبيبي ليکي “چی قيص کلمه پښتو کښې له سره نسته”. قيص عبدالرشيد او د خالد خپلوي باندې هم ډېرې نيوکې دي.د غورغوشت ،سړبن نظر ډېر پوهان په حمايت او مخالفت کښې نظرونو پېښ شو لکه خوشحال بابا وايي!
پښتون په اصل کښې سړبنی دی
يا غورغوشت يا بېټنی دی
د تاتاريانو په هکله هم خبره کېږي چې پښتانه تاتاريان دي د تارتاريانو خبره د منګولين سره تړي، سحر کټوزي ليکي چې په دې کښې کلاسيکل اديبانو شاعرانو هم غلطي کړې ده د تاتار پر ځای دا ترين دي تور تاتارر ،ژړ تاتار،تور تاتار دا په اصل کښې ترينان دي چې اوس په پښين او ضلع هزاره،ضلع زيارت چوتېر کښې اباد دي دا تاريخ ليکونکي شايد په لهجو سم نه دی پوه شوي. تور ،سپين ،ژړ او بور ترين اوس هم د پښتنو په سهېل کښې شتون لري چې ترينو لهجه هم وايي. بل د تاتاريانو د منکولين خبره د anthropology د علم سره هم سمون نه خوري لکه چې ذکر شوی دی.
“د منکولينو پزه ټيټه د پښتنو غه جګه پزه ده د منکولينو سترکې کوشنۍ ده پښتنو سترګې غټې دي منکولين سپين او پښتانه غنم رنګ دي ” داسې نور علمي او تاريخی توپېرونو شته چې پښتانه له تاتاريانو بېله وي
.
بله خوا د ارينو خبره دومره علمي دي چې عقل يې هم مني ډېرې زياتې څېړنې هم پر شوي دي پښتنو اديبانو سره سره د دنيا لويو او نامتو ادبيانو هم د دې قام رښې تر دې ځایه راوستلي ډي او له دې سره يې پېوند کړي دي، خو په دې هکله هم شايد په راروان وخت کښې پر دې ډېر کار وشي او ډېر ساينسي او د ايثار قديمه څخه نور معلومات هم تر لاسه کړي لکه. په انګليسي چې چې وايي « There is always room for improvement ” نورې څيړنې شايد دا خبره رد کړي يا د دې خبرې نور هم پخلی وکړي. پښتانه ډېر ښه متل کوي. “چې رښتيا راځي دروغو کلي وران کړي وي.” د بني اسرائيلو، تاتاريانو افساني خبره تر دې لمخه ډېره لاړه چې کله اديبانو سم علمي او عقلي سکالو ته ځان رسولو.
د آرين خبره ثابت کولو دپاره تر دې لوی ثبوت چېرې دی چې The father of history هيروډوټس ډېر واضع ليکلي دي.
“د هېرودوتس “هېسټوريا” هېسټوريا د تاريخ اولنے کتاب دے چې د نن نه نژدې دوه نيم زره کاله پخوا ليکل شوے دے چې د هغې زمانې سياسي ، اقتصادي ، سماجي او د جنګونو پېښې او مالومات پکې ريکارډ شوي دي ۔ دغه ټول کتابونه دي او په دغه ټولو کتابونو کې د لرغونو نسلي ډلو او هېوادونو حال احوال بيان شوے دے ۔ دغه کې د آريايي ټبرو په اړه ډېر بنيادي او مالومات نکل شوي دي او په هر يو کتاب کې د ارياو څه نا څه يادونه شوې ده ۔ دا ټول څه د پاڅه غالبا ۹ سوه مخه کتاب دے”۔ يعنې د دې دومره کره ،مستنده او په زړه پوري حوالې وروستو څه داسې شک نه پاتېږي چې سړی دا خبره وکړي چې پښتانه د ارينو بغير نور څوک دي؟ د تنقيدی او تحقيقي څېړونو وروستو شايد دا خبره نور هم واضع شې لکه واضع شوې چې ده.
د ارينو نظريه د پښتنو باره کښې ۱۹۴۰ کښې عبدالحی حبيبي او احمد علي کهزاد ښه ډېره رابرسېره کړه. دا سوال نور څېرل پکار دی چې د «اريا« کلمه ولې ؟ څنګه او له چارسره راپيدا شوه؟ او ریښه څه ده؟ د آثار قديمه حقايق څخه نور مستفيد کېدل پکار دي، که چېرې د ساينس پر مختګ او ايثار قديمه څخه ګټه نه شي تر لاس نو دا سکالو مخ په وړاندی ډېر تک نه وکړي او تر ډېره به په مفروضو اورقياس ولاړه وي.د پښتنو اديبانو او عالمانو کار تر دې دمه ډېر علمي او تنقيدي دی چې پښتانه ارين دي.
پښتانه اواره قبائل و ګرځېدو راګرځېدو هميشه په حرکت کښې و، له مينځيني آسيا څخه ختيځ او سهېل ته خو ځېدلي و څوک لوېديځ څوک سهېل ته لاړو،ځيني بيا د امو او اباسين په علاقو کښې خواره واره شو.د پښتنو هکله بلها نظريې دي خو د ټولو نه مدلل دا وخت ارين نظريه ده يعنې د سامي په مقابله کښې اړين تر ډېره منل شوې ده. کله چې انګريزان مشتشرقين دلته رالو نو دوی پر دې کار وکړو او دا يې ثابته کړه چې پښتانه سامي پر ځای ارينو ته نژدې دي او له دې نظريې سره نزدېکت لري. د مثال په توګه نور اپرېدي رانقل کوي “ړومبی څېړونکی چې د پښتو ژبې څېړنه يې د سنسکريت او ژند سره وکړه هغه کلاپروت دی ـ هغه دا نظر وړاندې کړو چې پښتو ژبه اريايي ژبه ده ـ هغه د پښتو او د هند د نورو ژبو څه کلمې د يو بل سره تقابل کړي او دا ثابته شوه چې د پښتو او د سنسکريت او د ژند يا کردې کلمې يو بل ته ډيرې ورته يعنې نيژدې دي.” د کالاپروت د خبرې وروستو د چې کله الفسټن هم دغه خبره وکړه نود دغې نظرې نور هم پخلي پيدا کړي. “دويم مستشرق الفسټن هم دا ثابته کړه چې پښتو ژبه يوه آريايي ژبه ده نه چې د سامي ژبو سره تړون لري ـ الفسټن د کلاپروت نظريې ته تقويت ورکړو ـ د ده مشهوره کتاب (An account the kingdom of kabul ) دی چې حسن کاکړ ژباړلی هم دی ـ په دې کتاب کې دې سړي د پښتو څه توري د آريايي ژبو سره تقابل کړي دي او دا نتيجه يې رايستلې ده چې پښتو آريايي ژبه ده ـ ياده دې وي چې ځینې خلک پښتو ژبه د فارسۍ ژبې يوه لهجه ګڼي خو کلاپروت ورسره دا خبره نه مني او وايي چې پښتو يوه زړه ژبه ده چې ځان ته مستقل لغات او کلمات لري” يو بل مشتشرق
برنانډورن هم پښتو ژبه د آريايي ژبو نه يوه ژبه ګڼي. دغسې نور اپرېدي په خپل ارټيکل کښې د عبدالحی حبيبي صاب خبره داسې نقل کوي.”حبيبي صيب په خپل کتاب( د پښتو د ادبياتو تاريخ ) کې په دليل سره ثابته کړې ده چې پښتو ژبه د آريايي ژبو نه يوه ژبه ده ـ بلکې هغه خو د پښتو څه زاړه آثار هم څرګند کړي دي يعنې د دارايوس چې کومه کتبه ده په هغې کې د پښتو کلمات مونږ ليدی شو.” دغسې د ارياو کتاب رګ ويد کښې د پښتو ذکر راغلی دی.
رګ ويد کوم چی د موندنو په توګه دا مهال د ټولو نه زوړ او باوري کتاب دی چی هم دغه لوی کتاب د پښتون خوا د خاورې نړۍ ته يو تل پاتې پيرزوينه ده
هم دی لوی کتاب کی د پښتنو د قام او خاورې ذکر د پکهت او پکتيکا په نوم شوی دی ورپسې دا ړومبی سندی کتاب دی چی د پښتنو د جغرافيا په لړ کې د دوی سيندونه غرونه ورسره قبيلې ښاي او د نور ژوند ژواک لارې چارې هم په ګوته کوي د ارينو يو بل کتاب اويستا کښې د پښتون نوم سته چې د بخت او بخدي په نوم راوړل شوی دی.
پايله ! د دې ټولو ماخزونو څخه موږ دا ډېره واضعويلای شو چې پښتانه آريا دي يا د آريايي ګاونډيان دي . معاصرې ژبپوهنې او تاریخ پوهنې داثابته کړې ده چې پښتانه د اصل او نسب په لحاظ آریايان دي او ژبه یې هم دهندو اروپايي یا آریايي او په بل عبارت دلویدیزو آریايي ژبو په کورنۍ کې یو ه ژوندۍ ادبي ژبه ده . اوس دمعاصرې ژبپوهنې په رڼا کې نوره هغه زړه outdated د او illogical له عقله خالي د بني اسرائيلو نظریه بېخي د منلو نه ده چې وایی پښتانه د بني اسرائیلو له نسله دي. پښتانه د غرو خلک دي دوی او غرونو سره لازم او ملزوم دي دوی له وخت د سلېمان او هندوکش غرونو کښې استوګن دي،چې ژوند ژواک ټول آرينو ته ورته دی د سامي افسانوي کيسه سره ليرې ليرې تغلق نه لري . مختلف نومونو خلکو ورکړي خو تر ټولو زوړ او لرغونې نوم يې د پښتون ټکي ته ورت والي لري.


