دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامريکا وايي :چین دې د ا،ا،ا رسمیت پېژندو په اړه خپل دريځ...

امريکا وايي :چین دې د ا،ا،ا رسمیت پېژندو په اړه خپل دريځ روښانه او څرګند کړي

ويب ډیسک

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چین له لوري د ت. البانو د سفیر ب.لال ک.ریمي ته د باورلیک سپارلو په غبرګون کې ویلي، چې چین دې د ت.البانو رسمیت پېژندو په اړه خپل دريځ روښانه او څرګند کړي.

د چین ولسمشر خپل هېواد لپاره د ت.البانو سفیر سره لیدلي او په ورته وخت کې د هغه د باورلیک مراسم هم ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په دې اړه ویلي، د ت.البانو د رسمیت پېژندنې په اړه د چین دريخ واضح نه دی او بیجېنګ باید په دې تړاو وضاحت ورکړي.

مېلر زیاته کړې، چې ت.البانو سره د چین اړیکې به د امریکا په سیاست کې بدلون رانه وړي او امریکا ته لا هم د افغان ښځو حقونه او نور بنسټیز مسایل مهم دي

Afghanistan #USA #

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه