ويب ډیسک
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ دفتر (يوناما) د بشري حقونو په اړه خپل درې مياشيتني (اکتوبر، نومبر او ډسمبر) راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د ت.البانو له لوري د وژنې، نیونې او ناقانونه توقیفونو لړۍ لا هم روانه ده.
راپور چې د (دوشنبه، د سلواغې ۲مه) خپور شو، په کې راغلي، چې ت.البانو د ښځینه فعالانو، د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.
يوناما همداراز په خپل راپور کې ويلي، چې چې ت.البان افغان مېرمنې نیسي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.
په ورته وخت کې ت.الب وياند ذب.حالله م.جاهد د يوناما ياد راپور په ردولو سره دغه اداره يې له اسلامي احکامو په بې خبرۍ تورنه کړې او ويلي يې دي، چې خپور شوی راپور تر ډېره په ناسم پوهاوي ولاړ دی.
نوموړي زياته کړې دا چې یوناما په دې مواردو نیوکه کوي او یا یې ښکاره د اسلامي احکامو خلاف بولي، دا خپله د یو ولس باورونو او معتقداتو ته سپکاوی دی.


