لیکوال : رحمت رحیمزی
-د بریدونو په اړه دواړه هېوادونه وار له مخه سره سلا وو، ځکه دا د دواړو هېوادونو دښمنانو ته پیغام و.
-ايران جيش العدل په نښه کړ، پاکستان د بلوچستان دازادۍ غورځنګ، دواړه بلوچ توکمه ډلې دي، له تېرو پنځوسو کلونو د بلوچانو لپاره خپلواک او ازاد هېواد غواړي.
-د ایران او پاکستان تر منځ د سرحدونو او پولو د ساتنې په برخه کې وار له مخه همغږي شته، چې څرنګه جلا غوښتونکي جریانونه له منځه یوسي، دا ډول یو خوځښت کېدای شي ددې لپاره شوی وي، چې په سیمه کې د نړیوالې جګړې حسابونه سره وپاشي، ځکه اوسمهال د داسې یوې جګړې نښې وار له مخه په منځني ختیځ کې رابرسېره شوې دي.
-که څوک دا ګومان کوي، چې د ایران او پاکستان ترمنځ دښمني ده، هغه تېروتی دی، ځکه دواړه هېوادونه له ډېرې مودې راهسې په ډېرو سیمه ییزو مسائلو کې سره همغږي دي.
-پاکستاني چارواکو شېبه وړاندې د ایران په اړه ډېرې ښې څرګندونې وکړې، ایرانیان یې خپل ورورڼه وبلل، څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ ګډ نظامي مانورونه تر سره شول.
-په دواړو هېوادونو کې ولسي جوړښت په معکوسه بڼه ډېر نږدې دی، درېیمه برخه پاکستانیان شیعه مذهبي دي او څلورمه برخه ایرانیان سنيان دي. د پاکستان په پوځ او دولتي ادارو کې شیعه مذهبي برلاسي دي او وروستۍ پرېکړه هم دوی کوي.
-د دواړو هېوادونو تر منځ مذهبي پیوند وړ چاپیریال رامنځته کړی دی، د د مذهبي کړکېچ هېڅ نښه نه لیدل کیږي، که څه هم واشنګټن او اسرائیل په سیمه کې له ځینو مذهبي کړیو سره مرسته کوي، چې مذهبي جګړې ته لار هواره شي او ایران بیا ګومان کوي، چې امریکا د بلوچستان دازادۍ غورځنګ سره مرسته کوي، خو امریکا بیا دا تور نه مني او یاده ډله یې په تورلېست کې شامله کړې ده.
-که ستاسې په یاد وي، چې پاکستاني مطبوعاتو په ۲۰۱۵ ز کې لیکلي و، چې له عربانو ایران موږ ته نږدې دی، پوځ په یمن کې د حوثیانو پر ضد په ائتلاف کې د پاکستان مخنیوی وکړ؛ خو اصلي خبره له ایران سره د اړیکو او همغږۍ وه، نه په یمن کې د حوثیانو ځپل.
-په داسې بڼه د بریدونو تر سره کول، دا مانا ورکوي، چې دا د ټاکنیزو موخو او د پټو خبرو لپاره امنیتي تکتیک دی، چې د کرمان له پېښې راوروسته دواړو هېوادونو هیبت وساتي، ځکه خو ایران بلوچان په نښه کړل، چې خپل ولس ته وښايي، چې موږ لاس تر زنې ناست نه یوو.
-سیمه د تاوتریخوالي لپاره هېڅ مناسب شرائط نه لري، هغه څه، چې د ایران او پاکستان اړیکې یې ننګولې، هغه په افغانستان کې د امریکا شتون و ،چې اوس نشته.
-هغه پاکستانۍ ډلې او حرکتونه، چې له ایران سره مذهبي اختلافات لري، اوس دومره کمزورې شوې، چې ان د ځان ساتلو په غم کې دي، لکه سپاه صحابه او لشکر طیبه چې وخت ناوخت یې د فشار له مخې خپل نومونه او ادرسونه هم بدل کړي دي.
-په غزه کې د اسرائیلو دروان ظلم او ټولوژنې پر وړاندې د ایران او پاکستان دریځ ډېر پیکه و، لږ تر لږه دا ډول بریدونه کولای شي، چې د خلکو مخه له غزې بل لور ته واړوي.
-له دې بریدونو دواړو هېوادونو سیاسي او مطبوعاتي ګټه پورته کړه، امنیتي پایلو ته به یې منتظر شو، د ایران او پاکستان غبرګون د دواړو هېوادونو تاریخي دښمنانو ته پیغام و، اسلام اباد نوي ډیلي او تهران امریکا او اسرائیلو ته پیغام ولیږه، چې له سرو کرښو باید څوک راتېر نه شي.
-ایران د کوم باور له مخې دومره زړه کولای شي، چې یو اتومي هېواد په نښه کړي، له دې مالومیږي، چې وار له مخه هر اړخیزه همغږي شوې ده، د بریدونو قربانیان د سرحد دواړو خواوو ته بلوچ دي، چې ایرانیان یې خپل اتباع لا نه ګڼي.


