دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان په برید کې ایران کې وژل شوي کسان څوک دي.؟

د پاکستان په برید کې ایران کې وژل شوي کسان څوک دي.؟

راپور : عبدالکریم/هزار خان بلوڅ

د روانې میاشتې جنوري په ۱۸ مه نیټه د پاکستان له لورې د ایران په ساروان سیمه باندې د ميزائل یرید وکړ.
ایران دا برید تاید کړ او ووې ویل چې په یاد برید کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ایراني چارواکو په وینا په برید کې مړه شوي کسان د ایران وګړي نه دي .
بل لور ته د پاکستان له لورې خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په پټنځايونو باندې برید کړی چې په کې شپږ بلوڅ بېلتونپاله وژل شوي دي .
یاد دې وي چې له دې مخته د جنوري په ۱۷ مه نیټه ایران د‌پاکستان په پنجګور والسولۍ په سرحدي سیمه کوه سبز باندې برید کړی وو چې په کې ۲ ماشومان ووژل شول او ایران په دې هکله وویل چې دوي د اسلامي سخت دریځه تنظیم جیش العدل په پټنځايونو برید وکړ کوم چې په ایران کې ترهګريز بریدونو کې ښکل دي .

بل لور ته بلوڅ نېشنل موومنټ له لورې خپورشوي بیان کې راغلي چې د پاکستان په برید کې وژل شوي بلوڅ پناه غوښتونکي دي او په دې کې ماشومان او ښځو سره سم لس کسان وژل شوي .

بيان کې وویل شوي چې په دې برید کې د بلوڅ نېشنل موومنټ د مرکزي کونسل غړی دوستا محمود وژل شوی .
بیان کې وژل شوي چې دوستا محمود د پاکستاني بلوچستان د پنجګور والسولۍ د پروم د سیمې اوسیدونکی وو ، هغه په پروم کې روان د پاکستان د پوځ له آپریشن لکبله ایران ته له خپلې کورنۍ سره کډه شوی وو .
یاد وي چې د دوستا محمود دوه زامن بابر دوست ، چراګ دوست او د هغه لور حاني دوست هم په دې برید کې خپل ژوند ترلاسه ورکړی ده .
او له دې سره سم د نجمه په نوم یوې ښځې هم په دې برید کې خپل ژوند بایللی.

بل لور بلوڅ لبریشن فرنټ د پاکستان دا ادعا رد کړې چې دوي وايي مونږ د بي ایل ایف په پټنځايونو برید کړی یاد تنظیم په خپل بیان کې ويلي چې د دوي په ایران کې کوم کیمپ یا پټنځای نشته .

له دې سره سم جیش العدل یوه مرکزي غړي د آلمان رسنۍ سره په مرکه ویلي چې دوي د پاکستان په بلوچستان کې کوم تنظمي وجود نه لري .

بل لور د بلوچستان د موقت حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي په اسلام آباد کې ناست پرلت د خلکو له دروغ څرګند شول چې دوي وايي په ايران کې ویشتل شوي ترهګرو کورنۍ له دوي سره په پرلت کې ناست دي هغه زیاته کړه چې بلوڅ بېلتون پاله بیرته وسلې کيږدي او د پاکستان د بيرغ لاندې ژوند کولو ته چمتو شوي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه