دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان سرپرست حکومت د لومړنیو ښوونځیو د درسي کتابونو د بدلون...

د افغانستان سرپرست حکومت د لومړنیو ښوونځیو د درسي کتابونو د بدلون د بهیر د بشپړیدو اعلان وکړ

ويب ډیسک

د افغانستان سرپرست حکومت د لومړنیو ښوونځیو د درسي کتابونو د بدلون د بهیر د بشپړیدو اعلان وکړ

سرپرست حکومت د پوهنې وزارت تر شپږم ټولګي پورې د ښوونځیو په درسي کتابونو کې د تغییراتو د بشپړیدو اعلان وکړ.

په ورته وخت کې دا غوښتنه هم کېږي چې ا.ا چارواکي هم له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو څخه د سیاسي او مذهبي عنوانونو ډېر کتابونه راټول او بند کړي.

د ا.ا د پوهنې وزارت ویلي دي چې د لومړنیو ښوونځیو له تعلیمي پروګرام څخه یې هغه کتابونه حذف کړي دي چې «د اسلامي او افغاني کلتوري قوانینو خلاف» وو.

د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه د افغانستان له دولتي تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې د ښوونځیو تر شپږم ټولګي پورې د درسي کتابونو د بدلون بهیر بشپړ شوی او په ورته وخت کې د دغه وزارت تخنیکي ټیم هم کار کوي.

وزارت د اووم، اتم او نهم ټولګیو د درسي کتابونو په جوړولو کار کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه