دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين د پاکستان او ایران تر منځ د اړيکو د خرابېدو د...

چين د پاکستان او ایران تر منځ د اړيکو د خرابېدو د مخنيوي لپاره د منځګړيتوب وړاندې کړی دی.

ويب ډیسک

وروسته له هغې چې ایران پاکستان سره په پوله سيستان بلوچستان کې د جيش العدل په نوم د ایران خلاف ترهګرې ډلې پر غړو د توغنديو په وسیله بريدونه وکړل، پاکستان هم نن سهار پر ايران بريدونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دغه بريدونه يې د ایران په سيستان بلوچستان اړوند سراوان سيمه کې کړي، چې په پايله کې يې يو شمېر ترهګر وژلي دي.

خو په ورته وخت کې د ایران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي وايي، چې د سراوان سيمې په چاودنو کې ۳ بهرنۍ ښځې، دوه سړيان او ۴ ماشومان وژل شوي دي.

له بل پلوه چين د پاکستان او ایران تر منځ د اړيکو د خرابېدو د مخنيوي لپاره د منځګړيتوب وړاندې کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، هيله لري چې پاکستان او ایران وشي کولای د روانې ترينګلتيا مخنيوی وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه