دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان وايي :په پوله تګ راتګ د ملي امنيت مسئله ده د...

پاکستان وايي :په پوله تګ راتګ د ملي امنيت مسئله ده د ویزې پرېکړه په هره بيه او قربانۍ پلي کوي.

ويب ډیسک

د پاکستان د بلوچستان ايالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، له افغانستان سره په ټولو لارو پر ويزې تګ راتګ د پاکستان د ملي امنيت مسئله ده او دا پرېکړه په هره بيه او قربانۍ پلي کوي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې له دې وروسته د پاکستان حکومت افغانستان سره پر ټولو لارو د “یو سند رژيم” پلي کوي.

د اڅکزي په وينا، پر تورخم لاره د افغان لويو باروړونکو موټر چلوونکو لپاره هم د ويزو لرل اړين ګڼل شوي دي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په چمن کې له څو مياشتو راهيسې د سيمې اوسېدونکي د يو پرلت په ترڅ کې له پاکستانه غوښتنه کوي چې د تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ويزو لرلو شرط لرې کړي.

په ورته وخت کې د تورخم په شمول پاکستان سره د تګ راتګ ټولې لارې د افغان باروړونکو موټر چلوونکو پر مخ بندې شوي او د تګ راتګ لپاره يې د ويزو غوښتنه کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه