ويب ډیسک
په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې دپاکستان سرحدي مسوولينو تر تورخم وروسته په دې ولايت کې «غلام خان» بندر هم د بار وړونکو موټرو د تګ – راتګ په وړاندې تړلی.
د سرچينو په وينا، دا لاره نن (سېشنبه، ۲۶ د مرغومې) د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې.
همدا راز، د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالي کې يوې سرچينې د نوم پټ ساتلو په شرط رسنیو ته وويل چې له نن سهار راهيسې پاکستان ته د «خرلاڅي» له لارې هم د غټو موټرو تګ-راتګ نه دی شوی او له کرښې دې غاړه په ګمرک ساحه کې موټر درول شوي دي.
تر اوسه طالبانو او پاکستان په رسمي توګه د دې لارو د تړل کیدو په اړه څه نه دې ويلي.
د يادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې د روانې اونۍ له شنبې ورځې راهيسې په ننګرهار کې تورخم لار هم د بار وړونکو موټرو په وړاندې تړلې.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس نور محمد حنيف ويلي چې پاکستان د بار وړونکو موټرو د تګ-راتګ لپاره له افغان چلوونکو د پاسپورټ او ويزې غوښتنه کوي.
دا طالب چارواکي وايي چې دوی هم د پاکستان د اقدام په ځواب کې د دې هيواد له موټر چلوونکو پاسپورټ او ويزه غواړي او له دې اسنادو پرته ورته افغانستان ته د راتګ اجازه نه ورکوي.
پاکستاني رسنيو د دې هيواد د چارواکو له خولې ويلي چې دوی افغان چلوونکو ته د پاسپورټ او ويزې اخيستلو وخت ورکړی و، خو دې موټر چلوونکو دا مهلت جدي نه و ګڼلی.
تر دې وړاندې د دواړو هيوادونو موټر چلوونکو په خپلو پېژندپاڼو يوه او بل لور ته تګ-راتګ کاوه.


