سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بښنې نړیوال سازمان: ا،ا دې د ښځو له ځپنې لاس واخلي

د بښنې نړیوال سازمان: ا،ا دې د ښځو له ځپنې لاس واخلي

ویب ډیسک

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د يو شمېر نجونو د نيول کیدو په غبرګون کې پر ښځو د زور زیاتي د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نیول شوي کسان باید خوشې شي.

دې سازمان تېره شپه (جمعه، ۱۵ د مرغومي) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د طالبانو له لوري خپلسرې ځپنې او نيونې په افغانستان کې د ښځو د ازاد تګ-راتګ او بيان د ازادۍ نقض دی.

طالبانو په وروستيو ورځو کې د کابل په لوېديځ دشت برچي سيمه کې په لسګونو ښځې «د حجاب د نه رعايتولو په پلمه» نيولې دي.

اطلاعات روز ورځپاڼې په همدې تړاو يو غږيز کليپ تر لاسه کړی چې د طالبانو يو غړی پکې وايي، چې د دې ډلې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې امر کړی چې «هر چا حجاب نه وي کړی، مستقيم دې په موټر کې واچول شي او په حوزه کې دې دوې يا درې ورځې بندي وي».

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپورچي هم د «بد حجابۍ» په تور د نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي، چې دا چاره د ښځو پر ازادۍ د طالبانو د زياتو محدوديتونو او د هغوی د حقونو تضعيفول ښيي.

ده پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې بايد ټولې نیول شوې ښځې خوشې شي.

طالبانو د تېرو دوو کلونو پر مهال په ټولنه کې د ښځو پر حضور پراخ بنديزونه لګولي او هغه حجاب يې «اجباري» اعلان کړی چې د دوی له نظر سره سم وي. د دې ډلې په نظر د ښځو مخ بايد ونه ليدل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه