ترکي رسنیو رپوټ ورکړی، ۲۴ افغان کډوال په دغه هیواد کې نیول شوي

0
78

ویب ډیسک

ترکي رسنیو رپوټ ورکړی، ۲۴ افغان کډوال چې غوښتل یې د ترکیې خاورې ته ننوځی، په ایغدیر سیمه کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د دغو رسنیو د رپوټونو له مخې، په دوی کې دوه تنه د «انسانانو د قاچاق» په تور نیول شوي دي.

په دې ښار کې د پولیسو قوماندانۍ اعلان کړی: «زموږ پولیسو هغه کسان چې د ایران له پولې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي وو او غوښتل یې ترکیې ته داخل شي، نیولي چې په دوی کې دوه تنه د انسانانو قاچاق کوونکي شامل دي.