یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههنري کارونو ته نه پاملرنه؛ کندهار کې د رسامۍ هنر په ورکیدو...

هنري کارونو ته نه پاملرنه؛ کندهار کې د رسامۍ هنر په ورکیدو دی

ويب ډیسک

د رسامانو کمزوری اقتصاد، د رسامۍ هنر د مینوالو کمښت او د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري هنري کارونو ته نه پاملرنه هغه لاملونه دي، چې په کندهار کې یې د رسامۍ هنر د ورکیدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

رسامي چې په نوره نړۍ کې ځانګړی ځای او ګڼ مینوال لري او په افغانستان کې هم دغه هنر د تېر جمهوري نظام پر مهال څه ناڅه غوړیدلی و، خو د طالبانو بیا راتګ سره هنر او هنري کارونه له پامه غورځول شوي او ګڼ هنرمندان د بېلابېلو ستونزو له امله یا له خپل کاره په شا شوي او یا یې هم هیواد پرییښی دی.

کندهار کې د رسامۍ هنر ښوونکی محمد فروق وايي، د تېرو کلونو په پرتله ورته د حکومت لخوا پاملرنه کمه شوې او له همدې امله تر بل هر وخت اوس په ستونزو کې راګير دي.

هغه چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د رسامۍ هنر مخته وړي زیاتوي، کندهار کې د رسامۍ هنر سره د ځوانانو او د ټولنې د نورو قشرونو علاقه کمه شوې ځکه په وينا يې، چې تېرو وختونو کې به ګڼ شمېر ځوانانو ورته د رسامۍ د زده‌کړې لپاره مراجعه کوله.

هغه چې په اوسنيو حالاتو کې یې په ډيرو کمو امکاناتو او لوېدلي اقتصاد همدا هنر ژوندی ساتلی او سلګونه رسامۍ یې جوړې کړي وایي، د حکومت او موسېساتو د نه پاملرنې له کبله کندهار مېشتي رسامان تر بل هر وخت له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه رسام وویل: «پخوانيو وختو او اوس شرايطو ته چې وګورو د ځوانانو علاقمندي يو څه کمه شوې او که رسامي شاتګ وکړي ترڅنګ يې د خطاطۍ هنر د شاتګ امکان هم شته دی.»

 

ورته مهال يو شمېر نور رسامان بيا وایي، چې د رسامۍ هنر باندې محدوديتونه د دې هنر د له منځه تلو سبب ګرځیدای شي.

کندهار کې د نقيب الله نديم په نوم یو بل رسام وایي، پخوا يې د حکومت او نورو موسېساتو سره کار کاوه او له همدې لارې يې خپلي اړتياوې پوره کولې، خو اوس له تېرو دريو کلونو راهیسې وزګار ګرځي.

نوموړی وايي، د جمهوري حکومت پر مهال يې له نورو نقاشانو سره په ګډه کندهار ښار کې پر عامه او د ښوونځیو پر ديوالونو رسامۍ کولې چې د بوختيا سربیره يې دا مسلک هم ژوندی ساتلی و.

هغه چې له تېرو اوو کلونو راهيسې د رسامۍ هنر مخته وړي زياته کړه، چې په اوسنيو شرایطو کې د طالبانو ځايي حکومت ترڅنګ د هنري موسېساتو او يونسکو سازمان له ياده هم وتلي دي.

نقيب الله وويل: «اوسنيو شرايطو ته په کتو سره د رسامۍ د هنر سره د ځوانانو علاقه ډيره کمه شوې، نو ځوانانو ته په کار ده چې د رسامۍ د هنر سره خپله علاقه ښکاره کړي د ځوانانو ترڅنګ حکومت هم مسووليت لري چې د رسامۍ لپاره کار وکړي، د مکتوبونو په نصاب کې چې کوم ځای رسامۍ ته ورکول شوی دا کم دی او هغه بايد کې حکومت يو څه پراخ کړي او د دې لپاره بايد چې کار وکړل شوي.»

د سيد احمد په نوم بل رسام او خطاط، چې له ډيره وخته دغه هنرونه تعقيبوي وایي، چې اوس ورو ورو له رسامۍ سره د ځوانانو شوق مخ په ختمېدو دی.

د هغه په خبره چې مخکنيو کلونو کې به موسېساتو او دولتي ارګانونو پر خپلو ديوالونو بېلابېلې رسامۍ کولې، چې د کار ترڅنګ یې دغه هنر هم ژوندی ساتلی، خو اوس دغه څه نشته او ګڼ رسامان له هيواده بهر تللي دي‌.

سيد احمد وویل: «پخوا په کندهار کې رسامان وو، ځوانان راتلل چې رسامي زده‌کړي، خو په اوسنيو شرایطو کې رسامي چي ده د ځوانانو په منځ کې د ډيرو خلکو علاقه ورسره کمه شوې هغه د بېلابېلو شرايطو پر بنسټ باندې، نو موږ د دولت څخه همدا هېله او ارزو لرو چې داسې پروګرامونه مساعد کړي چې ځوانان دې ته تشویق کړي چې راشي بيا رسامۍ او هنر ته مخه کړي.»

هغه زیاته کړه، چې ډیری رسامان بې روزګاره شوي او اوس مهال د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره امکانات په لاس کې نه لري، چې په وينا يې که سهولتونه ورته برابر شي نو د دې هنر د بيا را ژوندي کېدو لپاره به یې هېلې زیاتې شي.

دغه راز کندهار کې د ښکلو هنرونو ټولنه وايي، چې دغلته د بېلابېلو دليلونو له امله د رسامۍ هنر د سقوط سره مخ شوی دی.

د دې ادارې په خبره، له تېرو دريو کلونو راپه دېخوا «ډير شمير رسامان بې‌کاره شوي، کسب ته یې تغيیر ورکړی او له هيواده وتلي دي».

یاده ټولنه زیاتوي، چې په تېرو شلو کلونو کې يې رسامۍ هنر ته د کندهاري ځوانانو د تشويق لپاره ډير پروګرامونه جوړ کړي او هڅې يې کړي، خو په خبره یې چې اوس یې ټولې هڅې په اوبو لاهو کېږي.

د دې ټولنې په خبره: «پخوا موږ پر ديوالونو رسامۍ کولې، خو اوس هغه نشته بند دي، پروژې وې، کاروبارونه ايله وو، ډيرو ځوانانو کوښښ کاوه چې رسامۍ زده‌کړي، خو اوس يوازې د خطاطۍ لپاره راځي، زموږ رساميو ته پخوا نندارتونونه جوړېدل او رسامۍ مو د هيواد په سطحه مقامونه ګټلي، خو اوس دا دوه کاله کېږي د هيڅ شي درک نشته.»

کندهار کې د ښکلو هنرونو ټولنه

 

که څه هم په تېر شل کلن جمهوري نظام کې د رسامۍ هنر ژوندي ساتلو او پياوړي کولو لپاره ډير هڅې شوې وې، خو د طالبانو د حکومت بیا راتګ سره دغه هنر له پامه غورځول شوی او ګڼو رسامانو خپل مسلک پرییښی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه