ويب ډیسک
ملګري ملتونه وایي د افغانستان په تړاو د یو بلې سترې غونډې د جوړولو تابیا نیسي چې موخه یې د افغانستان په تړاو د نړۍوالې اجماع پیاوړتیا ده.
د دغه سازمان د ویاند مرستیالې سټفاني ټرمبلي ویلي، په دغه غونډه کې به د افغانستان په تړاو د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي د هغې خپلواکې ارزونې په اړه بحث کوي چې د افغانستان پر وضعیت یې کړې.
نوموړې همداراز ویلي چې د ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو کار د روان زیږیز کال تر فیبرورۍ میاشتې پورې غځول شوی چې د ځانګړې استازو غونډه ترتیب کړي.
هغې همدا راز و ویل، روزا اوتنبایوا به هم په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت هم د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې د خپل استازي پر حضور ټينګار کوي.


