ويب ډیسک
د هېواد د یو شمېر سندرغاړو په مالي مرسته د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو لپاره د بېړنیو سرپناوو د جوړېدو کارونه بشپړ شوي دي.
د هرات زلزلهځپلي، په ځانګړې توګه د زندهجان ولسوالۍ ځپلشوي په روان ژمي کې له خېمو څخه د سرپنا استفاه کوي.
ویل کېږي چې د هرات د زندهجان ولسوالۍ په سنجاب وردګو سیمه کې په دې جوړو شویو ۳۷ سرپناهوو نږدې ۷۰ زره امریکايي ډالر مصرف شوي دي.
د هرات له سږنۍ خونړۍ زلزلې وروسته د فرهاد دریا او آریانا سعید په ګډون د هېواد یو شمېر مشهورو سندرغاړو د ځپلشویو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړی و.
د دې پروژې یو مسوول، طارق نبي رسنیو ته ویلي چې دا بېړنۍ سرپناوې له هېواده بېرون د یو شمېر افغانانو په مالي مرسته جوړې شوې او چارې یې په یوه میاشت کې بشپړې شوې دي.
دا سرپناوې د شیلي او ترکیې د بېړنیو سرپناوو په نقشه جوړې شوې او د دې پروژې د انجینیر په وینا چې دا طرحه یې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې عملي کړې ده.
بلخوا یو شمېر زلزلهځپلو له رسنیو سره د دې کورونو پر جوړېدو خوښي ښوولې او په دې برخه کې یې له ټولو مرستهکوونکو څخه مننه کړې ده.


