دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهارزګان کې «نامعلومو وسله والو» يو پخوانی نظامي په ډزو وژلی

ارزګان کې «نامعلومو وسله والو» يو پخوانی نظامي په ډزو وژلی

ویب ډیسک 

ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په ګيزاب ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یو پخوانی نظامي په ډزو وژلی دی.

ګیزاب ولسوالۍ کې یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نظامي شاهي نومیده او تيره شپه (دوشنبه، ۱۱ د مرغومي) نامعلومه وسله والو له خپل کور څخه ايستلی او وژلی يې دی.

سرچینه زیاتوي، چې شاهي په تېر جمهوري نظام کې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده او د طالبانو له راتګ وروسته په کور ناست و.

سرچینې وویل، چې د دغې وژنې لامل نه دی معلوم او په تړاو يې تراوسه هم څوک نه دي نيول شوي.

په ارزګان کې د طالبانو ځايي چارواکو هم تراوسه د دغه وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې پټې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

د اطلاعات روز د موندنو سره سم په تېرو درېيو مياشتو کې ١٢٢ تنه په جنايي پېښو کې وژل شوي او له نيمايي څخه د زياتو وژنو عاملين نامعلوم وسله وال ښودل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه