دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهژورنال: د ښځو د فعالیتونو او زده‌کړو پر وړاندې محدودیتونه دوام لري

ژورنال: د ښځو د فعالیتونو او زده‌کړو پر وړاندې محدودیتونه دوام لري

ويب ډیسک

ژورنال ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه نوې پریکړه‌لیک په غبرګون کې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه یې کړې، لیکلي چې د ښځو پر فعالیتونو او زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه دوام لري.

ژورنال وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش غواړي د خپلواک راپور سپارښتنو ته په ځانګړې توګه د جنسیتي او بشري حقونو د ودې لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ا.ا له حکومت سره د خبرو په موخه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پریکړه لیک تصویب کړ.

په دغه پريکړه ليک کې چې په ١٣ موافقو او ٢ باطلو رايو سره تصويب شو، ويل شوي چې ملګري ملتونه د افغانستان د حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي د ساتلو په برخه کې پر جدي ژمنتيا د ټينګار ترڅنګ د يوه سوله ييز، باثباته، سوکاله، او ټول شموله اعلان کوي.

همدارنګه ژورنال دې ته په اشارې سره چې بندیزونو په افغانستان کې نجونې او ښځې اغېزمنې کړي، ټینګار کړی چې ا.ا په پیل کې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په پرتله نرمه تګلاره غوره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو درناوی، د ښځو او نجونو د زده کړو د منع فرمان لغوه کول، د یوه ټول شموله حکومت جوړول او له ترهګرو شبکو سره د اړیکو پرې کول د نړیوالې ټولنې له خوا د ا.ا په رسمیت پېژندلو کې اساسي شرطونو دي.

له بلې خوا د ژورنال په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې ښځې او نجونې پارکونو، تفریحي میلو، سپورتي تالارونو او عامه حمامونو ته له ورتګ منع شوې وې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه