سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکرملین وايي ،د واګنر ملېشو مشر الوتکه ښايي په لوی لاس...

کرملین وايي ،د واګنر ملېشو مشر الوتکه ښايي په لوی لاس نسکوره شوې وي.

وی ډیسک

کرملېن د هغه الوتکې غورځېدو په اړه د څېړنو خبر ورکوي، چې د واګنر ملېشو مشر په کې ووژل شو او زیاتوي چې یاده الوتکه ښايي په لوی لاس نسکوره شوې وي.

د کرملېن ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته ویلي، بېلابېلو سناریوګانې ارزول کېږي چې یوه په کې په قصدي ډول د الوتکې د نسکورولو هم ده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ملکي الوتکو نړیوال سازمان په دې اړه څېړنې کوي، د کرملېن ویاند وویل، وضعیت بدل شوی او تر دې دمه د الوتکې د نسکورېدو د څرنګوالي رسمي پایلې نه دي ترلاسه شوې. هغه ویلي، “راځئ خپله د روسیې د څېړنو پایلو ته په تمه شوو”.

د اګست په ۲۳مه هغه خصوصي الوتکه د مسکو او پيترزبورګ ترمنځ نسکوره شوه، چې د واګنر ملېشو مشر یوګني پریګوژین، د یادې ملېشې دوه نور لوړپوړوي چارواکي، د پریګوژين څلور ساتونکي او د الوتکې درې تنه پرسونل په کې سپاره ؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه