یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد...

د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

ویب ډیسک

د روغتیا نړیوال سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه د یوه لیک په خپرولو د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د پيل خبر ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي، چې دا کمپاین په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې ترسره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي، چې د دې کمپاین له کارکوونکو سره همکاري وکړي ترڅو تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د پراخ تطبیق زمینه برابره شي.

د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین تطبیق دا پړاو په داسې حال کې پیلېږي چې په روان زېږدیز کال کې افغانستان کې د پنځو ماشومانو د ګوزڼ پېښې ثبت شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه