ويب ډیسک
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۲۵ تنه افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان ؤ، خوشې شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، دغو کسانو له دوو تر شپږو میاشتو د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي.
د راپورنو له مخې، خوشې شوي افغانان د وږي میاشتې په دویمه نېټه له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو ترڅنګ دغه کډوالو سره د ناسم چلند راپورنه هم وخت نا وخت خپرېږي.
#Afghanistan #Pakistan


