ويب ډیسک
د سره صلیب نړیواله اداره وایي د بودیجې د کمي له امله به د روان اګست میاشتې تر پایه پورې افغانستان کې د ۲۵ روغتونو مالي ملاتړ پای ته ورسوي.
افغانستان لپاره د یاد سازمان ویاند دیوګو الکانترا وایي، چې د دې روغتونونو د ملاتړ لپاره د بدیلو لارو چارو لټون کوي، خو وایي کېدای شي افغانستان کې د روغتونونو د مالي ملاتړ برنامه یې د اګست میاشت تر ختمېدو پورې پای ته ورسېږي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د سره صلیب اداره افغانستان کې د روغتیايي سیستم د دوامداره ملاتړ لپاره بودیجه نه لري.
دا پرېکړه په داسې وخت کې نیول کېږي، چې د سره صلیب اداره له مالي ستونزو سره مخ ده او د عامې روغتیا برخه کې مسؤلیتونه د ت.البانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ته سپاري.
یاد سازمان تر دې وړاندې هم د بشردوستانه مرستو د کمي له امله افغانستان لپاره خپله بودیجه کمه کړې وه.


