ويب ډیسک
د برتانيې پخواني صدراعظم ګورډن براون د ښځو پر وړاندې د ت.البانو د کړنو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنې غوښتنه کړې ده.
ګورډن براون یوې خپرې شوې مقالې کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې د ت.البانو لهخوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د “بشريت ضد جرم” په توګه اعلان شي.
دغه مقاله چې د سه شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه) خپره شوې په کې راغلي چې د ت.البانو لهخوا پر افغان ښځو او نجونو فشارونه “له جنسیتي اپارتاید څخه کم نه دي.”
براون ویلي، په تېرو دوو کلونو کې د دغو جبرونو له ډېروالي سره سره، د ت.البانو د کړنو په وړاندې د افغان ښځو اعتراضونه کم شوي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ت.البانو له واکمنۍ وروسته پر افغان ښځو او نجونو د تعلیم، تحصیل او کار په ګډون ګڼ شمېر محدودیتونه وضع شوي دي.
#Afghanistan #UK


