ويب ډیسک
د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د پیل راهیسې د ۷ میاشتو په لړ کې، د ټول پاکستان په کچه ۱۸ ځانمرګي بریدونه شوي چې له امله یې ۲۰۰ تنه وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د ډان پاکستانۍ رسنۍ د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د ټول پاکستان په کچه ۱۵ ځانمرګي بریدونه شوي ؤ چې د ۲۰۲۳ کال په تقریبا نیمایي کې دا شمېره تر تېر کال لوړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، دې بریدونو کې تر ټولو ډېر زیات زیان د ډيورنډ کرښې څنډو ته پرتې قبایلو سیمو ته رسېدلی دی. په ټولو ۱۷ بریدونو کې یوازې ۹ یې په قبایلي سیمو کې شوي چې په کې نږدې ۶۰ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.
په دې لړ کې وروستی برید دوه ورځې مخکې ؤ چې باجوړ کې د جمیت علماء السلام ګوند په یوه غونډه شوی ؤ. یاد برید کې نږدې ۵۴ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.
#Pakhtunkhwa #Pakistan


