دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرينا امیري وايي ،د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره به...

رينا امیري وايي ،د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره به زموږ هڅې روانې وي.

ويب ډیسک

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو له مرستیالې وزيرې لولوت‌الخاطر سره د افغان ښځو او نجونو په اړه خبرې کړي.

رینا امیري وايي، له لولوت‌الخاطر سره يې کتنه کې د تعليم او اقتصادي پياوړتيا برخو کې د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ ټينګار کړی او د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره به زموږ هڅې روانې وي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره یې د تعليم د ملاتړ او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د دغه هېواد د رول په اړه ګټور بحثونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ځانګړو استازو او ت.البانو تر منځ وروستۍ ناستې پراخ غبرګونونه راپارولي او ځینو بیا دا ناستې ت.البانو ته د مورال ورکولو او له ترهګرۍ سره د امریکا د ښکاره ملاتړ په معنا بللې دي.

#USA #Qatar #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه