ويب ډیسک
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان افغانستان کې د پاکستان پوځي اقدام په اړه د بلاول بوټو څرګندونې احمقانه بللي او د دا.عش پر وړاندې یې د مبارزې په برخه کې ت.البان غوره انتخاب وبلل.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له دې وړاندې خبرداری ورکړی ؤ که افغانستان کې د ت.البانو لهخوا د تروریستي فعالیتونو مخه ونه نیول شي، پاکستان به د افغانستان پر ضد پوځي اقدام وکړي.
عمران خان د خپلې وینا پر مهال ویلي، د بلاول بوټو څرګندونې ځکه احمقانه دي چې افغانستان کې دوست او پاکستان پلوه حکومت د دا.عش پر وړاندې د مبارزې باوري سرچینه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله تازه خبرپاڼه کې د کوېټې ژوب سیمه کې پر یوه پوځي مرکز برید د افغان وسلهوالو کار بللی دی.
#Afghanistan #Pakistan


