دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهباجوړ : د‌ مذهبي ګوندجمعیت العلما اسلام په غونډه کې چاودنه شوې...

باجوړ : د‌ مذهبي ګوندجمعیت العلما اسلام په غونډه کې چاودنه شوې لکبله ۳۵ تنه مړه او ګڼ شمېر ټپيان شوي

ويب ډیسک

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د باجوړ په سیمه کې د جمعیت علماء اسلام په غونډه کې درنده چاودنه شوې.

سیمه ایزو مقاماتو په وینا پدې چاودنه کې تر اوسه پورې ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

د باجوړ ولسوالۍ د بیړنیو پيښو پولیسو مشر سعد خان خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د باجوړ ولسوالۍ د خار په سیمه کې د جمعیت علماء اسلام په غونډه کې چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۰ تنه مړه او تر ۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي‌ دي.

هغه وویل چې پدې چاودنه کې د خار د سیمې لپاره د جمعیت علماء امیر مولانا ضیا الله هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پیښې ټپیان د باجوړ سربیره پیښور ښار او تیمورګرې سیمې ته انتقال شوي‌ دي.

ویل کیږي چې د جمعیت علماء اسلام پدې غونډه کې ډیرو زیاتو کسانو ګډون کړی وو چې د همدې امله د مرګ ژوبلې د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه شتون لري.

ویل کیږي‌ چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي په ډیرو لرو پرتو سیمو کې اوریدل شوی دی.

ویل کیږي‌ د چاودنې ډول معلوم ندی خو ګمان کیږي‌ چې ځانمرګی برید وي.

د جمعیت علماء اسلام یو تن چارواکي‌ فاټا خالد خان ډاور خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنه کې د خار د سیمې د امیر ضیاالله په ګډون ګن شمیر کسان شهیدان شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د حکومتونو نه د ټپیانو د انتقال په موخه د چورلکو غوښتنه کړې ده .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه