سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۶۴ سلنه افغان کورنۍ ښايي خپل د ژوند ورځنیو اړتیاو پوره کولو...

۶۴ سلنه افغان کورنۍ ښايي خپل د ژوند ورځنیو اړتیاو پوره کولو وس نه لري.

ويب ډیسک

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسف اټکل کوي، چې سږ کال نږدې ۶۴ سلنه افغان کورنۍ ښايي خپل د ژوند ورځنیو اړتیاو پوره کولو وس نه لري.

یاد سازمان په یوه راپور کې وایي، چې افغانستان لا هم د وچکالۍ، ناامنۍ، سېلابونو، سختې یخنۍ، سیاسي او اقتصادي بې‌ٍثباتۍ او بې ځایه کېدو له جدي خطرونو سره مخ دی او ۲۹.۲ میلیونه افغانان به روان میلادي کال کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري.

د یونسف په وینا، افغانې ښځې او نجونې له سیستماتیک حقوقي بحران سره مخ دي او له کار او زده‌کړو د هغوی منع کول به پر راتلونکو نسلونو څرګندې اغېزې ولري.

راپور همدارنګه زیاتوي افغانستان په هغو هېوادونو کې ۵ نومره دی، چې د اقلیمي بدلون له نړیوال ګواښ سره مخ دی او له نړیوال اوسطه په کې تودوښه لوړه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه څرګندوي افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ورسره کافي بودیجه نه شته او ډېرو برخو کې خپلو فعالیتونو محدودولو ته اړ شوي دي.

#UN #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه