ويب ډیسک
د ت.البانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وایي، اوسمهال د افغانستان پر فضا د امریکایي بې پيلوټه الوتکو سربېره د ګاونډيو هېوادونو بې پیلوټه الوتکې هم ګرځېږي.
هغه که څه هم په څرګند ډول د کوم ګاونډي هېواد نوم نه اخلي، خو زیاتوي د ت.البانو حکومت لا داسې حالت ته نه دی رسېدلی چې د دې الوتکو مخه ونیسي.
د ستانکزي په وینا د دې الوتکو مخه هغه وخت نیول کېدای شي چې ټول خلک سره یو بل ته لاسونه ورکړي او د ت.البانو حکومت له دفاعي او تخنیکي پلوه پياوړی شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ت.البانو تر واک لاندې افغانستان پر فضا د بهرنیو بې پيلوټه الوتکو د الوتنو اعتراف کېږي، خو له دې وړاندې یوازې د امریکايي الوتکو یادونه شوې وه.
د ت.البانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب څه موده وړاندې ویلي ؤ چې امریکایي بې پيلوټه الوتکې د پاکستان د فضا له لارې افغانستان ته داخلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ت.البان ادعا کوي امریکا ته یې ماته ورکړې او په بیا واک ته رسېدو یې خپلواک، مستقل او د نورو له مداخلې خوندي حکومت رامنځته کړی دی.
#Afghanistan #USA


