ويب ډیسک
د جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح د امریکا له استازو سره د ت.البانو راتلونکې غونډې ته په اشارې ویلي، “هغه څه چې د ت.البانو وزیر او ملګرو ته یې پاتې دي راپور ورکول دي او بس.”هغه همداراز ویلي چې “ډاډه اوسئ ت.الب به له منځه ځي.”
امرالله صالح وایي، له یوې خوا ت.البان ادعا کوي چې امریکا ته یې ماتې ورکړې او له بلې خوا دوی خپل وزیر قطر ته استوي چې د امریکا دوه منځنې رتبې درلودونکو استازو سره وویني او پښتونو ته یې ځواب ووایي.
د ښاغلي صالح په وینا، “که د ت.الب فتحې کیسه دروغ نه ده نو ولې جرئت نه لري چې دې شرموونکې غونډې ته نه ووایي، په داسې حال کې چې امریکا د دې غونډې ټول شرایط ټاکلي دي، آیا دا سفر د امریکایانو لهخوا د رابللو او ځواب ویلي بڼه نه لري؟”
هغه زیاته کړې چې د ت.الب بقا د امریکا په مرستو پورې تړلې ده او دغه ډله له اخلاقي پلوه هم ناکامه شوې ده، ځکه له ت.الب پرته بل هېڅ انسان د هغه کړنه نه مني.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري له یوه پلاوي سره د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي او هلته د ت.الب چارواکو سره هم وګوري.
#Afghanistan #USA


