دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسویډن صدراعظم وايي ،مقدسو کتابونو د سېځلو پېښو له اسلامي نړۍ سره...

سویډن صدراعظم وايي ،مقدسو کتابونو د سېځلو پېښو له اسلامي نړۍ سره د ستوکهلم اړیکې خرابې کړي

ويب ډیسک

د سوېډن صدراعظم اولف کریسترسن وايي، په هیواد کې یې لاریون کوونکو پولیسو ته، راتلونکې د مقدسو کتابونو د سېځلو د اجازې څو غوښتنلیکونه سپارلي دي.

هغه چې په سوېډن کې د قرانکریم د سوځول کېدو شخړې را پورته کېدو وروسته په لومړي ځل رسنیو ته پر یادې موضوع غږېدلی، ویلي یې دي چې دې پېښو له اسلامي نړۍ سره د ستوکهلم اړیکې خرابې کړي او زیاته کړې یې ده چې د سپکاوي دې اعمالو ته «سخت اندېښمن» دی.

دې وروستیو کې، عامه فضا کې د قرانکریم د سوځولو او ورته سپکاوي یوه لړۍ له سوېډن څخه پيل شوې چې وروسته ډینمارک هم غځېدلې، خو پر وړاندې یې اسلامي هېوادونو کې توُند غبرګونونه ښودل شوي دي.

#Sweden

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه