مانسهره: د بارانونو او ځمکې ښوېدو پېښو کې ۵ تنه وژل شوي

0
175

ویب ډیسک

د خیبرپښتونخوا په مانسهره سیمه کې د بارانونو او ځمکې ښوېدو پېښو کې ۵ تنه وژل شوي او سلګونه نور بې کوره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، یوه مېرمن په ایبټ اباد کې او بله مېرمن په مانسهره کې له درېیو ماشومانو سره د ځمکې ښوېدو په پېښو کې وژل شوي دي.

د چارواکو په وینه وژل شوي کسان د شپې له‌خوا په خپلو کورونو کې ویده ؤ چې د ورښت او سېلاب له امله یې په استوګنځایونو ځمکه ښوېدلې او د خاورو لاندې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو او سېلابونو پېښو له څو ورځو راهیسې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

#Pakhtunkhwa