ویب ډیسک
د خیبرپښتونخوا په مانسهره سیمه کې د بارانونو او ځمکې ښوېدو پېښو کې ۵ تنه وژل شوي او سلګونه نور بې کوره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، یوه مېرمن په ایبټ اباد کې او بله مېرمن په مانسهره کې له درېیو ماشومانو سره د ځمکې ښوېدو په پېښو کې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینه وژل شوي کسان د شپې لهخوا په خپلو کورونو کې ویده ؤ چې د ورښت او سېلاب له امله یې په استوګنځایونو ځمکه ښوېدلې او د خاورو لاندې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو او سېلابونو پېښو له څو ورځو راهیسې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
#Pakhtunkhwa


