ويب ډیسک
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د سیمې پر امنیتي وضعیت غږېدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو هېوادو وزیرانو سیمه کې د ترهګرۍ د خطر په اړه نظرونه تبادله کړي او افغانستان کې د سولې او ثبات د استحکام لپاره یې د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې له څه مودې راهیسې وسلهوالو بریدونو او چاودنو زور اخیستی او چارواکو یې ادعا کړې چې مخالفین یې د افغانستان خاوره کې د ازاد فعالیت او ګرځېدو اجازه لري.
#USA #Afghanistan #Pakistan


