ويب ډیسک
اوکراین یو ځل بیا د دوشنبې پر سهار(د جولای ۲۴مه) د روسیې پر پلازمېنه مسکو د ډړون بریدونه کړي چې دوو ودانیو ته په دغه بریدونو کې زیان اوښتی.
د روسیې د دفاع وزارت دغه بریدونه د اوکراین کار بللی او ویلي یې دي چې دوه بې پیلوټه الوتکې یې رانسکورې کړې دي.
یاد وزارت چې دغه بریدونه ترهګریز بولي وايي، دغه پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی او مرګ ژوبله نه لري.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، له دغه دوه بې پیلوټه الوتکو یوه د یاد هېواد دفاع وزارت ته نږدې لوېدلې او بله یې له یوې غیرې استوګنیزې ودانۍ سره جنګېدلې ده.
اوکراین تر اوسه د دغه بریدونو په هکله څه نه دي ویلي.
دا په تېرو څو میاشتو کې درېیم ځل دی چې روسیه اوکراین مسکو کې د ډرون بریدونو په ترسره کولو تورنوي.
#UkraineRussianWar


