دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا وایي، د افغانستان بانک د مالي ارزونې قناعت ور نه کړی...

امریکا وایي، د افغانستان بانک د مالي ارزونې قناعت ور نه کړی شو چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ نیمایي ازاد کړي

ويب ډیسک

د امریکا د خزانې وزارت وایي، د افغانستان بانک د مالي ارزونې قناعت ور نه کړی شو چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ نیمایي یعنې نږدې ۳٫۵ میلیارده ډالر ازاد کړي او یاد بانک ته یې وسپاري.

له موضوع خبرو امریکايي مقاماتو رویټرز اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان بانک د دې پیسو د ازادو لپاره اړین اصلاحات نه دي راوړي.

د امریکا د خزانې وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان مرکزي بانک باید له سیاسي مداخلې خوندي شي او کوم درې ت.الب چارواکي چې د امریکا بندیزونو لاندې دي او اوس په افغانستان بانک کې کار کوي، پر ځای یې باید مسلکي خلک راوستل شي.

د دې ترڅنګ غوښتنه شوې چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي تمویل د مخنیوي لپاره هم باید کنترول پیاوړی شي.

پر افغانستان د ت.البانو له بیاواکمنۍ وروسته د نیویارک په فیدرال ریزرو بانک کې د افغانستان بانک نږدې ۷ میلیارده ډالر شتمني کنګل شوه چې وروسته یې نیمایي د سویس یوه بانک ته انتقال شوه او هلته ورته د اماني صندوق په نوم یو فنډ پرانیستل شو.

#Afghanistan #USA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه