ويب ډیسک
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې وایي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې او د ت.البانو د بیاواکمنۍ راهیسې د بمي چاودنو له امله ټول هېواد کې (۱۰۹۵) تنه وژل شوي او (۲۶۷۹) نور ټپيان شوي دي.
راپور زیاتوي له دې جملې نږدې (۱۷۰۱) تنه ملکي وګړو ته د هغو بمي چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې چې مسؤلیت یې دا.عش ډلې اخیستی دی.
یوناما له ت.البانو غوښتي چې د ولس امنیت تضمین کړي او د ورته پېښو د تکرار مخنیوي لپاره یې حفاظتي اقدامات اړین بللي دي.
د تا.لبانو ویاند د یوناما راپور ردوي او وایي، چې ځينې خلک د دې سازمان له نومه په استفادې د ت.البانو پر ضد تبلیغات کوي.
ت.البان ادعا کوي چې هېواد کې یې بشپړ امنیت تأمین کړی، خو د جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت پيغام کې د تا.لبانو (امنیت منفي) بللی ؤ چې په وینا یې نتیجه نه ورکوي.


